د افغانستان د تکوانډو ملي لوبغاړي، علياکبر اميري د پاکستان په لاهور کې د نړیوال تکوانډو فدراسیون د ولسمشرۍ جام په اتم پړاو کې له خپل ایراني سیال څخه په نږدې سیالۍ کې د ۲ پر ۱ پایلې سره ماته وخوړه او له سیالیو ووت.
اميري په لومړي راونډ کې پیاوړی فعالیت وکړ او وتوانېد چې راونډ د ځان په ګټه پای ته ورسوي. دویم راونډ د سیالۍ په پای کې پرته له امتیازه پای ته ورسېد؛ خو د برترۍ د رأیې پر بنسټ دا راونډ ایراني تکوانډوکار ته ورکړل شو او د سیالۍ پایله ۱-۱ شوه.
په درېیم راونډ کې هم دواړو لوبغاړو تر وروستیو شېبو پورې نږدې او برابر رقابت وکړ؛ خو ایراني تکوانډوکار په پای کې د دوو امتیازونو په توپیر بریا خپله کړه. په دې توګه، علياکبر اميري سره له دې چې د پام وړ لوبه یې ترسره کړه، له سیالیو حذف شو.
د کیوروګي سیالیو په لومړۍ ورځ لوبغاړو د نارینهوو په درې وزنونو کې سیالۍ ترسره کړې. د سیالیو د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، په دې ورځ د څه باندې ۴۰ هېوادونو له استازو څخه د ایران، کوریا جمهوریت، ترکیې، ټایلنډ او ازبکستان تکوانډوکارانو د مډالونو په ګټلو بریالي شول.
لیکواله:سلیمه آریایي








