د افغانستان د ښځینه جامو د ډیزاین او تولید لومړنۍ عصري فابریکه، چې تجهیزات او ماشینونه یې له پاکستان څخه رالېږدول شوي، خپل فعالیت پیل کړی دی. د دې فابریکې مسؤلین وایي چې د جامو د ډیزاین او تولید ټول پړاوونه د پرمختللو ټکنالوژۍ او کمپیوټري سیسټمونو په کارولو سره په هېواد دننه ترسره کېږي.
د مسؤلینو په وینا، د دې فابریکې د جوړېدو اساسي موخه د افغانستان د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرول او د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی. هغوی ټینګار کوي چې د عصري تجهیزاتو کارول کولای شي په هېواد کې د جامو د صنعت د ودې او پرمختګ لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.
د فابریکې مسؤلین وایي چې شاوخوا یو کال کېږي چې دغه فابریکه فعالیت کوي او په دې موده کې یې هڅه کړې چې د افغانستان د کلتور او دودونو سره سم، د افغاني فرهنګي نقشونو او سمبولونو په کارولو سره تولیدات بازار ته وړاندې کړي.
هغوی همدارنګه د ګمرکونو، برېښنا د تأمین او اداري چارو په برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې، څو د تولیدي فعالیتونو د پراختیا او په دې برخه کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شي.
په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند،اخوندزاده عبدالسلام جواد، ویلي چې پانګهوالو ته ځینې اسانتیاوې برابرې شوي دي او د پانګونې د جوازونو او د خامو موادو د وارداتو بهیر اسانه شوی دی.
د دې فابریکې فعالیت په داسې وخت کې پیل شوی چې له پاکستان څخه د یو شمېر افغان کډوالو د بېرته راستنېدو ترڅنګ، ځینو سوداګرو هم خپلې پانګې هېواد ته لېږدولي او د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې یې پانګونه کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








