د کمبریج پوهنتون څېړونکو اعلان کړی چې مصنوعي ځیرکتیا د لومړي ځل لپاره د یوه نوي واکسین اصلي برخه ډیزاین کړې او دغه واکسین اوس پر انسانانو د ازموینې پړاو ته دننه شوی دی. د دوی په وینا، دا ټکنالوژي کولای شي د داسې واکسینونو د جوړولو لاره هواره کړي چې د بېلابېلو ویروسونو پر وړاندې پراخ معافیت رامنځته کړي او د راتلونکو وباګانو ګواښ راکم کړي.
د دې څېړنې له مخې، دغه ډیزاین شوی واکسین داسې جوړ شوی چې د کرونا ویروس د کورنۍ د بېلابېلو ډولونو پر وړاندې اغېزمن وي؛ په دې کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ عامل ویروس او هم هغه ویروسونه شامل دي چې اوس مهال په څارویو کې موجود دي، خو ښايي انسانانو ته انتقال شي او نوې وباوې رامنځته کړي.
ساینس پوهانو د دې واکسین د پراختیا لپاره د کرونا ویروس د بېلابېلو ډولونو جنیټیکي معلومات راټول کړل او د مصنوعي ځیرکتیا یوه سیستم ته یې وسپارل. دغه سیستم د معلوماتو له شننې وروسته یو «سوپر انټي جن» ډیزاین کړ، چې موخه یې د بدن د معافیتي سیستم روزنه ده ترڅو د دې ویروس کورنۍ د پراخې کچې ډولونو پر وړاندې مبارزه وکړي، حتی که ویروسونه بدلون ومومي یا پرمختللي شي.
د دې پروژې له څېړونکو څخه پروفیسور جاناتن هېني ویلي چې دا لومړی ځل دی چې د مصنوعي ځیرکتیا له خوا ډیزاین شوی انټي جن پر انسانانو د ازموینې لپاره کارول کېږي. د هغه په وینا، د دې ټکنالوژۍ وروستۍ موخه د داسې واکسینونو جوړول دي چې نه یوازې د موجودو ویروسونو پر وړاندې، بلکې د راتلونکو احتمالي ګواښونو پر وړاندې هم انسانان خوندي وساتي.
دا څېړنه په لومړي پړاو کې پر ۳۹ رضاکارو ترسره شوې او اساسي موخه یې د واکسین د خوندیتوب ارزونه وه. ټاکل شوې چې په راتلونکي پړاو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان په دې څېړنه کې ګډون وکړي، ترڅو د بدن د معافیتي سیستم په روزنه کې د واکسین اغېز لا دقیق وارزول شي.
لومړنۍ پایلې، چې د «ساري ناروغیو» په مجله کې خپرې شوي، ښيي چې واکسین د منځنۍ کچې معافیتي غبرګون رامنځته کړی دی. سره له دې، څېړونکو او د روغتیا برخې متخصصانو دا لاسته راوړنه د راتلونکي نسل واکسینونو د پراختیا په لاره کې یو مهم ګام بللی دی.
د کمبریج پوهنتون ساینس پوهان اوس د موسمي انفلونزا، د مرغانو انفلونزا او ایبولا ویروس په څېر ناروغیو پر وړاندې د ورته واکسینونو پر جوړولو هم کار کوي. د دې پروژې موخه د داسې واکسینونو تولید دی چې پرلهپسې نوي کولو ته اړتیا ونه لري او د ویروسونو د بېلابېلو ډولونو پر وړاندې پراخ او دوامدار خوندیتوب برابر کړي.
یو شمېر خپلواکو متخصصانو هم دغه پایلې هیلهبښوونکې بللي دي. د هغوی په اند، د مصنوعي ځیرکتیا کارول کولای شي د واکسینونو د ډیزاین او تولید بهیر چټک کړي او په راتلونکي کې د وبایي ناروغیو د مخنیوي او د انسانانو د ژوند د ژغورلو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








