ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ، د زمري ۴مه، یوه تېل وړونکې بېړۍ د هرمز په تنګي کې له چاودنې سره مخ شوې ده. د دغو راپورونو له مخې، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې بېړۍ د تګ راتګ له ټاکل شوې لارې څخه واوښته او له سمندري ماین سره یې ټکر وکړ.
د سپاه پاسداران ایران ته نږدې خبري اژانس تسنیم لیکلي چې زیانمنه شوې تېل وړونکې بېړۍ د ایران د سمندري ځواکونو له خوا له ټاکل شوې لارې څخه منحرفه شوې وه. تر اوسه د پېښې د اصلي لامل په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
تر دې دمه د تېل وړونکې بېړۍ هویت، د هغې د بیرغ هېواد او د عملې وضعیت په رسمي ډول نه دي اعلان شوي. مسؤلو چارواکو هم په دې اړه نور معلومات نه دي وړاندې کړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ وروستۍ پوځي نښتې د ۱۳ شپو او ورځو له تېرېدو وروسته د شنبې سهار ودرول شوې. تېره اوونۍ هم د دغو نښتو پر مهال لږ تر لږه دوه بېړۍ په هرمز تنګي کې د چاودنو له امله اور واخیست.
د راپورونو له مخې، ایران له متحده ایالاتو سره د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال د هرمز تنګی تړلی و او د دې نړیوالې اوبو لارې په ځینو برخو کې یې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي وو. د دغو ماینونو پاکول د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم یوه برخه بلل شوې وه، خو د پوځي نښتو له بیا پیل سره د دې پروسې عملي کېدل ودرول شول.
په همدې حال کې، د ایران سمندري ځواکونو د بېړیو د تېرېدو لپاره ځانګړې لارې ټاکلي دي. سره له دې، راپورونه ښيي چې یو شمېر تېل وړونکې بېړۍ او سوداګریزې کښتۍ د عمان ساحلونو ته نږدې د اوبو له لارې د امریکايي ځواکونو په بدرګه تېرېږي.
په دې منځ کې، د ایران سپاه پاسداران تر دې وړاندې د یو شمېر تېل وړونکو بېړیو او سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د بریدونو مسؤلیت منلی دی. خو د وروستۍ پېښې جزیات او د دې چاودنې اصلي عامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








