د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان د صادراتو د پراختیا په موخه د کابل او د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د صادراتي پروسس مرکزونو د جوړولو پر طرحه کار روان دی او د دغو مرکزونو له بشپړېدو سره به صادرونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د وزارت په وینا، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له هغو افغان صادرونکو سره لیدلي چې خپل توکي د اوراسیا اقتصادي ټولنې غړو هېوادونو ته صادروي. په دې لیدنه کې صادرونکو د صادراتو د اسانتیا لپاره د وزارت له هڅو مننه کړې او روسیې، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغزستان ته د صادراتو د بهیر او د توکو د لېږد په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، نورالدین عزیزي ویلي چې د کابل او د هېواد په زونونو کې د صادراتي پروسس مرکزونو پر جوړولو جدي کار روان دی او د دغو مرکزونو په بشپړېدو سره به د هېواد د صادراتو بهیر لا اسانه او چټک شي.
عزیزي همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې له صادرونکو سره دوامدارې اړیکې وساتي، څو د هغوی ستونزې پر وخت حل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، د سوداګرۍ د اسانتیا او د ګمرکي خنډونو د کمولو په موخه، د اوراسیا اقتصادي ټولنې غړو هېوادونو د افغانستان صادراتي توکو ته ترجیحي تعرفې ورکړي دي. اوراسیا اقتصادي ټولنه روسیه، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغزستان په کې شامل دي.
لیکوال:سعید سمیر








