د بغلان ولایت یو شمېر بزګران وایي چې سږ کال د خټکیو او هندواڼو د حاصلاتو له زیاتوالي سره سره، د محصولاتو د بیو ټیټوالی او د مناسب بازار نشتوالی د دوی عاید له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
حمید، چې د بغلان مرکزي ولسوالۍ یو بزګر دی، ویلي چې د تېر کال په پرتله سږ کال حاصلات زیات شوي، خو د خټکیو او هندواڼو بیې د پام وړ راټیټې شوي دي. د هغه په وینا، کله چې تولید زیات شي، خو د پلور لپاره مناسب بازار موجود نه وي، زیان یې بزګرانو ته رسېږي کېږي.
هغه همدارنګه د تولیدي لګښتونو له زیاتوالي شکایت وکړ او ویې ویل چې د سرې، تخمونو او د ترانسپورټ کرایې بیې لوړې شوي دي. د هغه په خبره، که چارواکي د پلور د بازارونو د رامنځته کولو او د صادراتو د پراختیا لپاره اقدام ونه کړي، د تولید زیاتوالی به بزګرانو ته ګټه ونه رسوي.
په همدې حال کې، رسول، چې د دوشي ولسوالۍ یو بزګر دی، د اوبو کمښت د کرنې په برخه کې له مهمو ستونزو څخه وباله. هغه ویلي چې په ډېرو سیمو کې د اوبو لګولو لپاره کافي اوبه نشته او د سړو خونو او د محصولاتو د ساتنې مرکزونو جوړول کولی شي د بزګرانو د تولیداتو په ښه پلور کې مرسته وکړي.
دغه بزګر ټینګار وکړ چې د تولید زیاتوالی یوازې هغه وخت د بزګرانو د عاید د ښه کېدو لامل کېدای شي چې کورني او بهرني بازارونه پراخ شي، د محصولاتو د ساتنې اسانتیاوې برابرې شي، او د ترانسپورټ او صادراتو شبکې پیاوړې شي.
د بغلان بزګران وایي چې اوبو ته د لاسرسي، د پلور بازارونو جوړولو، د صادراتو پراختیا او د تولیدي لګښتونو کمولو په څېر ستونزو حل کول د دوی د ژوند د وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري. دوی له طالب چارواکو غوښتي چې د بازارموندنې زمینه برابره کړي، سړې خونې جوړې کړي او له صادراتو ملاتړ وکړي، څو د بزګرانو د لا ډېرو زیانونو مخه ونیول شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








