TOOSnews
اعلان
بلجیم د طالبانو د پلاوي لپاره د ویزو د صادرولو د څېړنې بهیر پیل کړ.
نړۍټوس نیوز

بلجیم د طالبانو د پلاوي لپاره د ویزو د صادرولو د څېړنې بهیر پیل کړ.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو د پلاوي نوملړ یې چې بروکسل ته د سفر لپاره ټاکل شوی دی ترلاسه کړی او د هغوی د ویزو د صادرولو لپاره یې اړینې امنیتي څېړنې پیل کړي دي. ټاکل شوې ده چې دا پلاوی د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په موضوع خبرې وکړي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پرېوو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اروپايي کمېسیون د دې پلاوي د غړو معلومات یې د بلجیم حکومت ته سپارلي، څو د دغه هېواد امنیتي ادارې د ویزې د پرېکړې مخکې اړینې ارزونې ترسره کړي.

په بروکسل کې د طالبانو د پلاوي د مېلمه‌پالنې موضوع د پراخو سیاسي او بشري حقونو غبرګونونو سره مخ شوې ده. سره له دې چې نیوکې زیاتې شوي، اروپايي ټولنه تر اوسه د دغو خبرو د ترسره کولو له پرېکړې نه ده په شا شوې.

په وروستیو میاشتو کې ډېری اروپايي هېوادونه د سیاسي فشارونو او د عامه افکارو له خوا له دې غوښتنې سره مخ شوي چې رد شوي پناه غوښتونکي او هغه کسان چې جرمي مخینه لري بېرته افغانستان ته واستول شي، او دوی د دې پروسې د عملي کولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې ټینګار کړی و چې دغه هېواد عموماً د طالبانو استازو ته ویزه نه ورکوي، خو د دې لپاره چې بروکسل د نړیوالو او اروپايي بنسټونو کوربه دی، ښايي په ځانګړو مواردو کې استثناوې په پام کې ونیول شي.

په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېسار مګنوس برونر د طالبانو د پلاوي لپاره د ویزو د صادرولو پروسه «پېچلې» بللې او ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه، سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، د کډوالۍ اړوندو مسایلو د حل لپاره اړ ده چې له دغې ډلې سره په تخنیکي کچه خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې چارواکو ټینګار کړی چې دا اړیکې یوازې په تخنیکي کچه ترسره کېږي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

خو بروکسل ته د طالبانو د استازو بلنه په اروپا کې د یو شمېر سیاستوالو، ګوندونو او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. منتقدین باور لري چې دا ډول اقدام کولی شي طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکړي او د اروپايي ټولنې له بشري ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

راپورونه ښيي چې دا پرېکړه د اروپايي ټولنې د نږدې ۲۰ غړو هېوادونو د غوښتنې تر اغېز لاندې شوې ده؛ هغه هېوادونه چې د کډوالۍ د لا سختو سیاستونو او د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره د میکانیزمونو د جوړولو غوښتونکي دي.

تر دې مخکې هم آلمان او اتریش د ځینو افغان پناه غوښتونکو د اخراج یا د طالبانو له استازو سره د محدودو اړیکو د پیل لپاره ګامونه پورته کړي وو.

له بلې خوا، نړیوال مرستندویه بنسټونه، لکه International Rescue Committee، خبرداری ورکړی چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول د ډېرو کسانو ژوند له خطر سره مخ کولی شي؛ ځکه چې دغه هېواد لا هم له بشري بحران، پراخې بې‌وزلۍ او د خوړو له ناامنۍ سره مخ دی.

همدارنګه یو شمېر د بشري حقونو بنسټونو د دې خبرو د احتمالي پایلو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د کډوالو د بېرته ستنولو په بهیر کې د معلوماتو تبادله د ځینو افغان پناه غوښتونکو امنیت له ګواښ سره مخ کولی شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.