ژوند لیک«امپرس: د سريدېوي بشپړ ژوندلیک» د دیراج کمار له خوا لیکل شوی او د هند د نوموتې فلمي ستورې سريدېوي د ژوند او هنري کارنامو په اړه دی.
د «پالیسي ډېلي» د راپور له مخې، پریانکا چوپړا د پنجشنبې په ورځ، د زمري د ۲۲مې نېټې، چې د سريدېوي د زوکړې له کلیزې سره برابره ده، د دې کتاب د پوښ انځور په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړی دی. دا اثر به د «وېسټلنډ بوکس» له خوا خپور شي او د سريدېوي د ژوند مسیر به له ماشومتوبه، کله چې یې په فلمونو کې لوبې پیل کړې، تر هغه وخته پورې څېړي چې د هند د سینما له سترو ښځینه ستورو څخه شوه.
په دې ژوندلیک کې د سريدېوي هنري کارنامه په پنځو ژبو کې په څه باندې ۳۰۰ فلمونو کې څېړل شوې او د هغې اغېزمن رولونه، په هندي سینما کې یې مقام او پر راتلونکو نسلونو یې اغېز بیان شوی دی. کتاب د شهرت له نړۍ بهر د هغې شخصي ژوند هم رانغاړي. په کتاب کې به د هند د سینما د مشهورو څېرو اووه سریزې، د امیتاب بچن او جاوېد اختر لیکنې، او له ۱۵۰ څخه ډېر نادر انځورونه هم شامل دي.
سريدېوي په ۲۰۱۸ کال کې، هغه مهال چې ۵۴ کلنه وه، وفات شوه. هغې په هندي، تامیل، تېلوګو، کناډا او مالایالم فلمونو کې کار کړی و او د خپل هنري فعالیت په اوږدو کې یې د هند د سینما له تر ټولو پېژندل شویو څېرو څخه شوه.
د سريدېوي له مشهورو فلمونو څخه «همت والا»، «مسټر انډیا»، «چاندني»، «چالباز»، «لامهې»، «خدا ګواه»، «جدایي»، «انګلېش وینګلېش» او «مام» یادولی شو.
«خدا ګواه»فلم په افغانستان کې د سري دېوي له مشهورو او محبوبو فلمونو څخه و. دا فلم په ۱۹۹۲ کال کې جوړ شوی و او د فلم ځینې برخې په کابل او مزارشریف کې فلمبرداري شوې وې.
د راپور له مخې، «امپرس: د سريدېوي بشپړ ژوندلیک» کتاب به د ۲۰۲۶ کال په وروستیو کې په ټول هند کې خپور شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








