TOOSnews
اعلان
سېنټكام: د ايران پر وړاندې د سمندري كلابندۍ سخت تدابير دوام لري.
نړۍټوس نیوز

سېنټكام: د ايران پر وړاندې د سمندري كلابندۍ سخت تدابير دوام لري.

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي چې امریکايي ځواکونه د ایران پر وړاندې د سمندري کلابندۍ او سختو تدابیرو د پلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي.

د سینټکام د اعلامیې له مخې، د دغو اقداماتو له پیل راهیسې امریکايي ځواکونو د ۱۳۹ سوداګریزو بېړیو مسیرونه بدل کړي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې یادو بېړیو د صادر شویو لارښوونو او امرونو اطاعت کړی دی.

همداراز زیاتوي چې امریکايي ځواکونو نهه هغه کښتۍ او سمندري وسایط له فعالیت څخه غورځولي، چې د ورکړل شویو لارښوونو څخه یې سرغړونه کړې وه.

سینټکام ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې د فشارونو او محدودیتونو د پلي کولو عملیات به دوام ولري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.