د شینهوا خبري اژانس د دوشنبې په ورځ، د جون ۲۲مه راپور ورکړ چې د چین د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د صادراتو د کنټرول اړوندو مقرراتو له مخې یې ۱۰ امریکایي ادارې د خپلې څارنې په نوملړ کې شاملې کړي دي.
د دې پرېکړې له مخې، په چین کې کورني شرکتونه له دې منع شوي چې د نوملړ دې ادارو او شرکتونو ته هر ډول توکي او د ټکنالوژي صادر کړي، او دوی مکلف دي چې نوي محدودیتونه مراعات کړي.
په دې نوملړ کې د امریکا ځینې لوی شرکتونه چې د ټکنالوژۍ، فضايي او اړوندو صنعتي برخو کې فعالیت لري شامل دي، چې د نوو سوداګریزو محدودیتونو لاندې راغلي دي.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزو ترینګلتیاوو او ټکنالوژۍ د سیالۍ کچه په وروستیو کلونو کې لوړه شوې ده، او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د مقابل لوري لاسرسی ټکنالوژۍ ته محدود کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








