TOOSnews
اعلان
په امریکا کې د خوړو په جشنواره کې د ډزو په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.
نړۍټوس نیوز

په امریکا کې د خوړو په جشنواره کې د ډزو په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په امریکا کې د سیاتل ښار د مشهور سپېس نېډل برج ته نږدې د «بایټ آف سیاتل» کلني خوراکي جشن پر مهال د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې یو ۲ کلن ماشوم هم شامل دی.

دا پېښه د یکشنبې په ماښام، د جولای په ۲۶مه، شاوخوا د ماښام په ۶ بجې د ځايي وخت له مخې، هغه مهال رامنځته شوه چې د «بایټ آف سیاتل» جشن د پای ته رسېدو په درشل کې و. له پېښې وروسته په سیمې کې د پولیسو او ژغورنې ځواکونو پراخ حضور لیدل کېده.

د سیاتل د اور وژنې ادارې ویلي، ژغورونکو د دوو قربانیانو د ژغورلو هڅه وکړه، خو دواړه د سختو ټپونو له امله د پېښې په ځای کې مړه شول.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، پنځه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. په ټپیانو کې یوه ۵۶ کلنه ښځه په نازک حالت کې ده، او نور ټپیان، چې ۲ کلن ماشوم هم پکې شامل دی، د لاس، پښې یا خېټې له ناحیو ټپیان شوي دي.

د سیاتل پولیسو د دې ډزو د پېښې پخلی کړی او له خلکو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې د سیاتل سنټر او د سپېس نېډل برج شاوخوا سیمې ته له تګ څخه ډډه وکړي.

چارواکو ویلي چې د دې برید د انګېزې او د عامل یا عاملانو د پېژندلو په اړه څېړنې روانې دي. تر اوسه پورې د دې پېښې په تړاو هېڅوک نه دي پېژندل شوي او نه هم نیول شوي دي.

«بایټ آف سیاتل» د سیاتل ښار له سترو کلنیو جشنونو څخه دی، چې له ۱۹۸۲ کال راهیسې هر کال ترسره کېږي او سلګونه زره کسان د ګډون لپاره سیاتل ته راجلبوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.