د کندز ولایت د قرهقل خولۍ بازار، چې د افغانستان د کلتور او سوداګرۍ له پخوانیو سمبولونو څخه ګڼل کېږي، دا ورځې له بېسارې رکود سره مخ دی. صنعتکاران او د دې برخې سوداګر وايي چې د پیرودونکو سخت کمښت، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ نشتوالی او د خرڅلاو د بازارونو محدودیت، دا دودیز صنعت د هېرېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.
په کندز ښار کې یو خولۍ ګنډونکي اکسوس ته ویلي چې د خلکو علاقه د قرهقل خولیو له پېرودلو او کارولو سره د پخوا په پرتله ډېره کمه شوې ده. د هغه په وینا، پخوا به د کال په بېلابېلو موسمونو کې ډېر فرمایشونه راتلل، خو اوس داسې ورځې هم تېرېږي چې هېڅ پلور نه کېږي.
هغه خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، ډېر خولۍ ګنډونکي به اړ شي چې دا مسلک پرېږدي. د ده په وینا، د قرهقل خولۍ بیه په تېرو کلونو کې د پوستکي د کیفیت او رنګ له مخې له څلور زره تر ۴۰ زره افغانیو پورې وه، خو اوس د خلکو د پېرودو توان کمېدو او اقتصادي رکود بازار سخت زیانمن کړی دی.
په همدې حال کې، په کندز کې د قرهقل د پوستکو یو سوداګر وايي چې سره له دې چې د افغانستان د قرهقل پوستکي لوړ کیفیت لري، د بازارموندنې او صادراتو لپاره د مشخصو پروګرامونو نشتوالی سوداګر له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. هغه ټینګار کوي چې د خرڅلاو نشتوالی لامل شوی چې حتا لوړ کیفیت هم ګټه ونه لري او ډېر سوداګر خپلې پانګې له لاسه ورکړي یا خپل فعالیتونه ودروي.
په کندز کې یو اقتصادي شنونکی هم باور لري چې د قرهقل بازار رکود یوازې د مصرف کوونکو د ذوق د بدلون پایله نه ده، بلکې د ملاتړ د سیاستونو نشتوالی او دودیزو صنعتونو ته بېتوجهۍ هم په دې وضعیت کې مهم رول لري. د هغه په وینا، دا صنعت چې یو وخت په بهرنیو بازارونو کې مهم ځای درلود، نن د پراختیایي او بازارموندنې پروګرامونو له کمښت سره مخ دی.
قرهقل له پخوا راهیسې د افغانستان د مالدارانو او سوداګرو د عاید له مهمو سرچینو څخه و او د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه ګڼل کېده چې زرګونو کورنیو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.
صنعتکاران خبرداری ورکوي چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي او اغېزمن ملاتړ برابر نه شي، د افغانستان یو له پخوانیو دودیزو صنعتونو څخه به لا زیات کمزوری شي او د هېواد د اقتصادي او کلتوري میراث یوه برخه به د له منځه تلو له خطر سره مخ شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








