د پاکستان سترې محکمې امر کړی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان دې د درملنې لپاره د اسلاماباد شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي، خو حکومت د محکمې له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.
د پاکستان سترې محکمې د درې قاضیانو یوې ډلې د سېشنبې په ورځ د عمران خان د روغتیا او له هغه سره د لیدنې په اړه د قضیې له اورېدنې وروسته امر وکړ چې نوموړی دې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شي.
محکمې د عمران خان د روغتیا د ارزونې لپاره د یوه طبي بورډ د جوړولو امر هم کړی او ویلي یې دي چې روغتون ته له انتقال وروسته دې د نوموړي شخصي ډاکټر فیصل او خور، عظمیٰ خان، هم ورسره وي.
سترې محکمې پر پاکستان تحریک انصاف ګوند او د عمران خان پر کورنۍ هم ټینګار کړی چې د هغه د روغتون ته د انتقال پر مهال دې په شفا روغتون کې هېڅ ډول غونډه یا اجتماع نه جوړوي.
محکمې د قضیې اورېدنه د سپټمبر تر ۱۶مې ځنډولې او د عمران خان د روغتیايي وضعیت په اړه یې د بشپړ راپور غوښتنه کړې ده.
پاکستان تحریک انصاف د سترې محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او د خپل بنسټګر یې د ژر تر ژره روغتون ته د لېږد غوښتنه کړې ده.
خو د پاکستان د حکومت د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي چې حکومت به د عمران خان د شخصي روغتون ته د انتقال پر پرېکړه اعتراض وکړي او له سترې محکمې به وغواړي چې خپله پرېکړه بیا وارزوي.
نذیر تارړ ټینګار کړی چې د عمران خان معاینه او درملنه دې په یوه دولتي روغتون کې ترسره شي.
لیکوال:سعید سمیر








