TOOSnews
اعلان
ټرمپ له وري میاشتې راهیسې ۳۷ ځله ویلي چې له ایران سره هوکړې ته نږدې شوی.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ له وري میاشتې راهیسې ۳۷ ځله ویلي چې له ایران سره هوکړې ته نږدې شوی.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

له دوو میاشتو څخه زیات وخت تېر شوی چې ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې د امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ هوکړه د نهایی کېدو په درشل کې ده. د دې څرګندونو سره سره، تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ هېڅ رسمي توافق نه دی شوی.

ټرمپ د وري ۱۸مه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې لیکلي و چې دواړه لوري «هوکړې ته ډېر نږدې شوي دي» او د نهایی کولو او پلي کولو لپاره یوازې دوو اونیو ته اړتیا ده. هغه هیله څرګنده کړې وه چې دا اوږدمهاله شخړه به ډېر ژر حل شي.

خو د سي‌اېن‌اېن راپور ښيي چې د امریکا ولسمشر په تېرو دوو میاشتو کې څو ځله دا ادعا تکرار کړې چې له تهران سره هوکړې ته نږدې دي. د دې راپور له مخې، که د اوربند تر اعلان وړاندې څرګندونې هم په پام کې ونیول شي، ټرمپ لږ تر لږه ۳۷ ځله په ویناوو، مرکو، رسنیزو اړیکو او ټولنیزو شبکو کې د هوکړې د نږدېوالي یا د ایران د قوي لېوالتیا یادونه کړې ده.

سي‌اېن‌اېن لیکي چې د دغو ادعاوو د تکرار سره سره هېڅ داسې نښه نشته چې وښيي اوسنی وضعیت د لومړنیو څرګندونو له وخت څخه یوې نهایي هوکړې ته نږدې شوی دی. سره له دې، ټرمپ لا هم پر خپل دریځ ټینګار کوي.

دا بهیر د ۱۴۰۵ د وري په درېیمه پیل شو، کله چې ټرمپ په ولسمشرۍ الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د مذاکراتو په مهمو مسایلو کې مهم پرمختګ شوی او دواړه لوري په ټولو موضوعاتو کې موافقې ته رسېدلي دي.

هغه په راتلونکو ورځو کې هم څو ځله ټینګار وکړ چې ایران د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره ډېر لیواله دی. ټرمپ د وري په څلورمه وویل چې تهران د هوکړې په لټه کې دی او یوه ورځ وروسته یې ادعا وکړه چې ایراني چارواکي د توافق لپاره ټینګار کوي.

د امریکا ولسمشر د وري په نهمه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تمه لري په راتلونکې اوونۍ کې داسې هوکړه وشي. له هغه وروسته د مذاکراتو په اړه د هغه څرګندونې لا هم قاطع شوې.

ټرمپ د وري ۱۷مه اعلان وکړ چې دواړه لوري تر ځینو خنډونو مخکې ډېر هوکړې ته نږدې شوي وو. یوه ورځ وروسته یې اوربند اعلان کړ او ویې ویل چې د دوو اونیو په موده کې به د هوکړې جزئیات نهایي شي.

هغه په راتلونکو اوونیو کې هم څو ځله د هوکړې د نږدېوالي خبره وکړه. ټرمپ د وري ۲۶مه فاکس بزنس شبکې سره په مرکه کې وویل چې د مذاکراتو بهیر تقریباً پای ته رسېدلی او دواړه لوري هوکړې ته ډېر نږدې دي.

د امریکا ولسمشر په وروسته ورځو کې هم څو ځله وویل چې مذاکرات ښه روان دي، د دواړو لورو ترمنځ مهم اختلافات نه دي پاتې او نهایي هوکړه به ډېر ژر ترلاسه شي. خو له دې ټولو وړاندوینو سره سره هېڅ یوه یې عملي نه شوه.

ټرمپ په دوام کې د غویي او غبرکولي په میاشتو کې هم همدې دریځ ته دوام ورکړ. هغه وویل چې هوکړه تر ډېره حده ترتیب شوې او یوازې وروستي جزئیات یې پاتې دي. همدارنګه ادعا یې وکړه چې ایران د هوکړې لپاره پراخ چمتووالی ښودلی دی.

په تازه څرګندونو کې، ټرمپ تېره یکشنبې له اکسیوس ویب‌سایټ سره په خبرو کې بیا وویل چې دواړه لوري نهایي هوکړې ته ډېر نږدې دي، خو خبرداری یې ورکړ چې د ایران او اسرائیل ترمنځ روان تاوتریخوالی کېدای شي د مذاکراتو پر بهیر اغېز وکړي.

هغه همدارنګه دوشنبې د غبرکولي ۱۸مه، د لېنډسي ګراهام په ملاتړ په یوه انتخاباتي غونډه کې بیا وړاندوینه وکړه چې په راتلونکو دوو اونیو کې به «بشپړه بریا» ترلاسه شي او زیاته یې کړه چې مذاکرات لا هم روان دي او ایران د یوې جامع هوکړې غوښتونکی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.