د هرات د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دې ولایت د کاني ډبرو لومړۍ جوپه متحده ایالاتو ته صادره شوې ده.
د هرات د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر چهارشنبې، د زمري ۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه جوپه د یوه خصوصي شرکت له لوري امریکا ته لېږل شوې ده.
د راپور له مخې، د هرات د زندهجان ولسوالۍ د تورې کاني ډبرې د دې جوپې ارزښت ۱۰۰ زره امریکايي ډالره دی. د زندهجان ولسوالۍ د انجیرک په سیمه کې د تور مرمر کان موقعیت لري، چې ډېری وخت د ودانیو او نورو ځایونو د ښکلا او تزئین لپاره کارول کېږي.
په تېرو دوو کلونو کې د غزني د مالستان ولسوالۍ د سپین مرمر او تراورټین ډبرو صادرات هم اسټرالیا ته پیل شوي دي.
په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د افغانستان د جمهوري نظام حکومت اعلان کړی و چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مرمر ډبرو ۳۵ کانونه، چې ۴۵ بېلابېل رنګونه لري، پېژندل شوي دي. د دغو کانونو ټولیزه اندازه له نهو میلیاردو ټنو څخه زیاته او ارزښت یې له ۲۰۰ میلیارده امریکايي ډالرو څخه ډېر اټکل شوی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








