د فاریاب ولایت د برېښنا شرکت ریاست اعلان کړی چې له ترکمنستان څخه واردېدونکې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا لېږدونکې کرښه له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې ده، چې له امله یې په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
دغه اداره، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۹مه، د برېښنا د پرې کېدو لامل په دې لېږد مزي کې «تخنیکي ستونزه» بللې ده. خو د ستونزې د ماهیت په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
برېښنا شرکت همداراز د دې کرښې د ترمیم او د وارداتي برېښنا د بېرته وصلېدو د احتمالي وخت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، او لا هم څرګنده نه ده چې د ستونزې د حل بهیر به څومره وخت ونیسي.
د برېښنا پرې کېدل په داسې حال کې رامنځته شوي چې د افغانستان د شمال ځینې سیمې د ترکمنستان په وارداتي برېښنا تکیه لري، او د لېږد په مزي کې هر ډول ستونزه د برېښنا پر رسولو او د مشترکینو پر خدماتو اغېز کولای شي.
تر دې وړاندې هم د کب په ۲۰مه، د بقرچر بند په سیمه کې د برېښنا د دوو پایو د ویجاړېدو او د ۲۲۰ کیلوولټه لېږد مزي د زیانمنېدو له امله، هرات ولایت ته وارداتي برېښنا پرې شوې وه.
د برېښنا شرکت مسؤلینو تر اوسه د دې تخنیکي ستونزې له امله د اوښتو زیانونو د کچې او د برېښنا د بېرته وصلېدو د دقیق وخت په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.
لیکواله:سلیمه آریایي








