په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو د بیو د راټیټېدو لړۍ دوام لري. د سېشنبې په ورځ د برنېټ خامو تېلو بیه په هر بیرل کې ۷۶.۸۸ ډالرو او د لوېدیځ ټېکساس انټرمیډیټ (WTI) خامو تېلو بیه ۷۳.۰۲ ډالرو ته راټیټه شوه. همداراز د اوپیک د تېلو بیه هم ۱.۸۹ سلنه کمه شوې او ۸۱.۵۹ ډالرو ته رسېدلې ده.
شنونکي وايي، د تېلو د بیو دغه کمښت تر ډېره په منځني ختیځ کې د جیوپولیټیک کړکېچونو د کمېدو او د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي تفاهمونو له امله رامنځته شوی، چې ورسره د هرمز تنګي له لارې د تېل وړونکو کښتیو تګراتګ بېرته عادي شوی دی.
دوی زیاتوي، په ځینو غیر اوپیک هېوادونو، په ځانګړي ډول چین کې د تولید زیاتوالی او د نړۍوالې تقاضا د کمزورۍ په اړه اندېښنې هم د بیو پر راټیټېدو اغېز لري. د ځینو اقتصادي شنونکو په باور، د برنېټ تېلو بیه چې اوس تر ۸۰ ډالرو ښکته شوې، ښايي د پېرودونکو له لوري د ملاتړ لامل شي او د لا زیات کمښت مخه ونیسي.
د تېلو د بیو ټیټېدل د هند، ترکیې او ګڼو اروپايي هېوادونو په څېر واردوونکو هېوادونو لپاره مثبت خبر بلل کېږي، ځکه د انرژۍ لګښتونه یې کمېږي. خو د سعودي عربستان، روسیې او د اوپیک د نورو غړو هېوادونو لپاره، چې اقتصادونه یې د تېلو پر صادراتو ولاړ دي، دغه وضعیت د بودجې پر عوایدو فشار زیاتولی او پراختیايي پروژې اغېزمنولی شي.
د بازار شنونکي وايي، په راتلونکو ورځو کې به د امریکا د تېلو د زېرمو او د اوپیک پلس د احتمالي پرېکړو په اړه خپرېدونکي راپورونه د نړۍوالو بازارونو د راتلونکي مسیر په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي.
لیکوال:سعید سمیر








