د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نفتي توکو د احتمالي کمښت د مخنیوي لپاره له سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې د پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو واردات زیات کړي. دا غوښتنه داسې مهال شوې چې هېوادوال د تېلو د بیو له ناڅاپي لوړوالي شکایت کوي.
یو شمېر اوسېدونکي وايي، په وروستیو ورځو کې د هر لېټر پټرولو بیه شاوخوا ۱۰ افغانۍ لوړه شوې ده. د هغوی په وینا، مخکې یو لېټر پټرول په ۶۷ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۷۶ افغانیو ته رسېدلې او په ځینو سیمو کې له ۷۵ تر ۸۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.
د کابل یوه اوسېدونکي ویلي، د ایران او امریکا د کړکېچ پر مهال د تېلو په بیو کې دومره بدلون نه و راغلی، خو اوس د نسبي ارامۍ سره سره د تېلو نرخونه په ټول هېواد کې لوړ شوي دي.
بل لور ته، د تېلو یو شمېر سوداګر وایي چې په تېلو بار سلګونه ټېلري موټر د هرات، فراه او نیمروز په ګمرکونو کې بند پاتې دي. د هغوی په وینا، د افغانستان لوېدیځ او سوېل لوېدیځ ولایتونو ته ډېری نفتي توکي له ایران څخه واردېږي، په داسې حال کې چې مرکزي او شمالي سیمې له منځنۍ اسیا او روسیې څخه تېل ترلاسه کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه مشورتي غونډه کې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د نفتي موادو، په ځانګړي ډول د ګازو، د عرضې او لېږد د ستونزو په اړه هم بحث شوی دی.
د خونې مشر سید کریم هاشمي له سوداګرو وغوښتل چې د ملي مسوولیت له مخې د نفتي توکو واردات زیات او بازار ته د معیاري او باکیفیته پټرولو، ډیزلو او ګازو د رسولو ډاډ ترلاسه کړي، څو د احتمالي کمښت او د ټیټ کیفیت لرونکو موادو د پلور مخه ونیول شي.
طالبانو تر اوسه د تېلو د بیو د وروستي لوړوالي په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
لیکوال:سعید سمیر








