TOOSnews
اعلان
هند: که له پاکستان سره خبرې وشي، یوازې به د کشمیر په اړه وي.
نړۍټوس نیوز

هند: که له پاکستان سره خبرې وشي، یوازې به د کشمیر په اړه وي.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هند دفاع وزیر ویلي چې نوی ډیلي اوس مهال له پاکستان سره د خبرو هېڅ پلان نه لري، او که په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاکرات ترسره شي، نو یوازې به د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اړه وي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې کشمیر د هند نه بېلېدونکې برخه ده او ادعا یې وکړه چې پاکستان دغه سیمه “اشغال” کړې ده.

راجنات سنګ دغه څرګندونې د کارګیل په جګړه کې د هند د بریا د ۲۷مې کلیزې په مراسمو کې وکړې. هغه وویل چې د ۱۹۹۹ کال کارګیل جګړه یوازې د هند لپاره پوځي او دیپلوماټیکه بریا نه وه، بلکې د دې هېواد د وسله‌والو ځواکونو زړورتیا، سرښندنه او مېړانه یې هم نړۍ ته وښوده.

د کارګیل جګړه په ۱۹۹۹ کال کې هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني ځواکونه او د هند تر ادارې لاندې وسلوالې ډلې د کشمیر کارګیل سیمې ته ننوتلې. یاده جګړه نږدې دوه میاشتې روانه وه او په پای کې د پاکستاني ځواکونو په شاتګ سره پای ته ورسېده. د کارګیل جګړه لا هم د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو له مهمو ترینګلتیاوو څخه ګڼل کېږي.

د هند دفاع وزیر د پاکستان پر سیاستونو نیوکه وکړه او دغه هېواد یې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ. هغه وویل چې د هند د پرمختګ لاره له پاکستان سره بنسټیز توپیر لري. د هغه په وینا، هند پر نوښت، ټکنالوژۍ او اقتصادي ودې تمرکز کړی، خو پاکستان د خپل نفوذ د پراخولو او د ترهګرۍ د ملاتړ هڅه کوي.

راجنات سنګ ادعا وکړه چې هند بېړۍ ډیزاینوي، نوښتګر شرکتونه پراخوي او نیمه‌هادي چپس تولیدوي، خو پاکستان د اقتصادي پرمختګ پر ځای د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د سختدریځو ډلو لپاره زمینه برابروي. هغه زیاته کړه چې هند د خپلو فضایي پرمختګونو او د سافټویر د صادراتو له امله په نړۍ کې پېژندل کېږي، خو پاکستان، د هغه په وینا، په “نیابتي جګړو” او د ترهګرۍ په صادرولو کې ښکېل دی.

د هند دفاع وزیر خبرداری هم ورکړ چې که د هند پر ضد هر ډول اقدام وشي، د دې هېواد وسله‌وال ځواکونه به داسې ځواب ورکړي چې “له تصور څخه هم پورته” وي.

په مقابل کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د هند د دفاع وزیر څرګندونې “پارونکې” او “غیرمسؤلانه” وبللې. اسلام‌اباد وویل چې دغه څرګندونې د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکونو سره په ټکر کې دي او د سیمې سولې او امنیت ته زیان رسولای شي.

کشمیر له ۱۹۴۷ کال راهیسې، د بریټانوي هند له وېش وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ د اختلاف تر ټولو مهمه موضوع پاتې شوې ده. دواړه هېوادونه پر ټول کشمیر د حاکمیت ادعا کوي، خو هر یو یې د سیمې یوه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري. دغه شخړه تر اوسه څو جګړو، د ۱۹۹۹ کال د کارګیل جګړې په ګډون، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لسیزو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو لامل شوې ده.

د هند او پاکستان تاریخي اختلافات د ۱۹۴۷ کال د بریټانوي هند د وېش پر مهال پیل شول، هغه وخت چې بېلابېلې سیمې د مذهب او جغرافیې پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ ووېشل شوې. په وروستیو کلونو کې هم د کشمیر مسئله د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا اصلي لامل پاتې شوې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.