د طالبانو، ایران او تاجکستان استازو د مشهد په ښار کې په درېاړخیزه غونډه کې د ګډ سړکیز ترانزیټي دهلېز د فعالولو هوکړهلیک لاسلیک کړ. د دې هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې د ازمایښتي بار لومړنۍ جوپه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې له دې لارې تېره شي.
د ایران کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې دغه غونډه د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت د مرستیال رضا اکبري، د طالبانو د پلاوي د مشر یارمحمد رمضان او د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت د مرستیال شایسته سعیدمرادزاده په ګډون، د خراسان رضوي ولایت د سړکونو او سړکیز ترانسپورټ ادارې په کوربهتوب د مشهد په ښار کې ترسره شوه.
د غونډې پر مهال، درې واړو لورو په یو عملي صورتجلسه لاسلیک کړه چې له مخې یې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډ سړکیز ترانزیټي دهلېز رامنځته او فعالېږي. د دې هوکړې موخه د ترانزیټي همکاریو پراختیا او د درې واړو لورو ترمنځ د همغږۍ زیاتول ښودل شوي دي.
د هوکړې له مخې، د دې لارې فعالېدل به سیمهییزه سوداګري اسانه کړي، د توکو د لېږد رالېږد لګښتونه به راکم کړي او د سیمې ترانزیټي اهمیت به نور هم پیاوړی کړي. همداراز، درې واړو لورو ژمنه کړې چې د دې لارې پراختیا او ګټهاخیستنه به د خپلو سوداګریزو پروګرامونو په لومړیتوبونو کې شامله کړي.
د هوکړې له مخې، د بار لومړنۍ ازمایښتي جوپه به د درې واړو هېوادونو د باروړونکو لاریو په ګډون، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې له دې لارې تېرېږي. د دې ازمایښتي پړاو موخه د ګمرکي همغږۍ، د ترانسپورټي بهیر او د سرحدي دروازو د تګراتګ عملي ارزونه ده.
په دوام کې، درې واړو لورو د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هم هوکړه وکړه، څو د اداري خنډونو لرې کول، د موټرچلوونکو لپاره د ویزو د ورکړې اسانتیا، په سرحدونو کې د تم کېدو وخت کمول او د ګډو بیمهیي میکانیزمونو رامنځته کول تعقیب کړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د روان کال د لړم په میاشت کې به د درېاړخیزو خبرو دویم پړاو په کابل کې ترسره شي. په دې غونډه کې به د ترانزیټ او ترانسپورټ په برخه کې د درې واړو لورو د اوږدمهالو همکاریو د سند مسوده وڅېړل شي او وروستۍ بڼه به ورکړل شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








