د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نویو اقتصادي ګواښونو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول هڅې د امریکا له خپلو مالي ستونزو او داخلي بحرانونو څخه د عامه افکارو د پام اړولو لپاره ترسره کېږي.
عراقچي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که واشنګټن خپلې پخوانۍ او ناکامې پالیسۍ ته دوام ورکړي، نو پایله به یې د امریکا لپاره نوې ماتې او د ایرانیانو لا ژوره دښمني وي.
نوموړي د امریکا د مالي وزارت تازه شمېرو ته په اشارې ویلي، چې د دغه هېواد ملي پورونه له ۴۰ ټریلیون ډالرو اوښتي دي. د هغه په وینا، واشنګټن د خپلو زیاتېدونکو پورونو او لوړو بانکي سودونو د کنټرول پر ځای پر ایران او نورو هېوادونو د اقتصادي فشارونو نوې لړۍ پيلوي.
عراقچي د امریکا له لوري پر هېوادونو او سوداګریزو شریکانو اقتصادي فشارونه «اقتصادي تروریزم» بللي او ویلي یې دي چې دا اقدامات نه یوازې د ایران اقتصاد اغېزمنوي، بلکې د نړۍ مالي ثبات او د هېوادونو ملي حاکمیت هم له ننګونو سره مخ کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران او د دغه هېواد پر سوداګریزو شریکانو د بېساري اقتصادي فشارونو او پرېکنده اقداماتو د ترسره کولو اعلان وکړ.
لیکوال:سعید سمیر








