TOOSnews
اعلان
د کابل اوسېدونکو د امېد سبز ښارګوټي اړوند نقاش سړک په کاري چارو کې د کم کارۍ له امله د طالبانو پر وړاندې شکایت کړی.
اقتصاديټوس نیوز

د کابل اوسېدونکو د امېد سبز ښارګوټي اړوند نقاش سړک په کاري چارو کې د کم کارۍ له امله د طالبانو پر وړاندې شکایت کړی.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کابل ښار په لویدیځ کې ځینې ځایي اوسېدونکي وایي چې د امید سبز ښارګوټي د نقاش سړک د جوړولو پروژه له نهو میاشتو راهیسې کومه مهم پرمختګ نه دی کړی.

دغو سرچینو سه شنبې، د غویي ۲۲ مه، ویلي چې د امید سبز ښارګوټي د نقاش سړک د بشپړولو مهالویش ۱۴ میاشتې ټاکل شوی و، خو په تېرو نهو میاشتو کې لا هم د سړک خاورو ایستل نه دي بشپړ شوي.

سرچینې زیاتوي چې د دې سړک د جوړولو کار د ۱۴۰۵ کال د پیل راهیسې په بشپړ ډول ودرېدلی دی.

سرچینو همداراز ویلي چې طالبان په دې موده کې ونه توانېدل چې د درې کیلومتره سړک جوړولو کار بشپړ کړي.

د سیمې اوسېدونکي د دې سړک د ورو پرمختګ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو طالبان دې موضوع ته هېڅ پام نه کوي.

طالبانو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې سړکونه خراب کړي، خو د بیا رغونې بهیر یې ډېر ورو پر مخ ځي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.