TOOSnews
اعلان
قزاقستان په پنځو مياشتو كې افغانستان ته ٨١ اسونه صادر كړي.
اقتصاديټوس نیوز

قزاقستان په پنځو مياشتو كې افغانستان ته ٨١ اسونه صادر كړي.

۱۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

قزاقستان د ۲۰۲۶ کال د جنوري او مې میاشتو ترمنځ افغانستان ته ۸۱ اسونه صادر کړي دي. د قزاقستان د رسمي شمېرو له مخې، په همدې موده کې د هېواد د څارویو او چرګانو صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱.۷ برابره زیات شوي دي.

د راپور له مخې، قزاقستان په یادو پنځو میاشتو کې ټولټال ۷۱۷ زره او ۲۰۰ څاروي او چرګان، د شاوخوا ۷.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت، بهرنیو بازارونو ته صادر کړي دي.

په دې موده کې ازبکستان د قزاقستان د اسونو تر ټولو لوی پېرودونکی و او ۱۷ زره او ۶۰۰ اسونه یې وارد کړي دي. همدارنګه ۱۲۹ اسونه چین، ۸۱ اسونه افغانستان او ۶۲ اسونه اذربایجان ته صادر شوي دي.

ورسره، د کورنیو چرګانو صادرات دوه برابره زیات شوي او ټول ۶۴۵ زره چرګان تاجکستان ته لېږدول شوي دي. د پسونو صادرات هم ۳.۳ برابره لوړ شوي او ۴۸ زره او ۷۰۰ پسونه ازبکستان ته صادر شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.