د ازبکستان ملي رېل پټلۍ شرکت د یوې نوې څو پړاو لرونکې لارې د پرانیستلو خبر ورکړی، چې چین د منځنۍ آسیا له لارې افغانستان سره نښلوي. دغه اقدام د ترانسپورټ د لارو پراخولو او د سیمې په کچه د توکو د لېږد د اغیزمنتیا د زیاتولو برخه ګڼل کېږي.
د ازبکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، دا لاره له چین څخه د کانټینري توکو د اورګاډي له لترې څخه پیلېږي، چې د قزاقستان د آلټینکول په سټیشن کې ازبکستان ته داخلېږي. بیا دغه توکي په ازبکستان کې بیا بارګیري کیږي او د راتلونکې لارې لپاره چمتو کېږي.
ورپسې، د توکو لېږد د لارۍ موټرو له لارې د ترکمنستان له لارې ترسره کېږي او په پای کې هرات ښار ته،د هېواد لویدیځ ته رسېږي. دا د اورګاډي او سړک ترانسپورت ګډ سیسټم، د سیمې لپاره نوې سوداګریزې لار برابره کړې ده.
راپورونه ښيي چې مخکې توکي ډېری د چین څخه د ایران بندرعباس ته له سمندري لارې لېږدول کېدل او بیا له ځمکې افغانستان ته رسول کېدل. نوې لاره د دې پروسې لپاره د بدیل په توګه معرفي شوې ده.
د دې لارې اوږدوالی شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومتره ښودل شوی او د توکو د انتقال منځنۍ موده نږدې ۳۰ ورځې اټکل شوې؛ هغه څه چې کولای شي د لېږد اغیزمنتیا ښه کړي او د لېږد وخت کم کړي.
ازبکستان د افغانستان په وروستیو سیاسي بدلونونو پسې، له طالبانو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او هڅه کوي چې په سیمه کې اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








