د لوګر د مرکز پل علم ښار یو شمېر هټۍوال وايي، چې د ځینو مارکیټونو مسوولان د برېښنا لګښتونه د مېټرونو له مخې نه محاسبه کوي او د دوی په وینا، بېلونه څو برابره لوړ ورته ټاکي.
د پل علم ښار هټۍوالو د وږي پر دویمه وویل، چې پخوا به یې د برېښنا بېلونه شاوخوا ۵۰۰ افغانۍ راتلل، خو اوس یې لګښت له درې زرو افغانیو هم اوښتی دی.
هټۍوال نیوکه کوي، چې د برېښنا بېلونه د مېټر د شمېرې پر اساس نه لیکل کېږي، بلکې د مارکیټونو مسوولان یې په خپله خوښه ټاکي.
په پل علم کې د عباسي په نوم د یوه لوی مارکېټ هټۍوال وايي، دوی له مسوولانو غوښتي چې د برېښنا بېلونه دې د مېټر پر اساس محاسبه شي، خو د دغې غوښتنې له مطرح کېدو وروسته د مارکېټ مسوول له تېرو دوو ورځو راهیسې د دوی هټۍ تړلې دي.
یوه هټۍوال وویل: «کال په کال کرایې لوړېږي، اوس چې کار نشته، دوی د برېښنا بېلونه څو برابره زیات رااستوي چې د دې توان نه لرو چې کاروبار وکړو.»
یو شمېر نور هټۍوال وايي، د مارکیټونو د برېښنا مېټرونه خراب شوي او سم کار نه کوي، له همدې امله د برېښنا لګښتونه هم په لوړه بیه محاسبه کېږي.
د دوی په وینا، کله چې د مېټرونو د سمولو لپاره د مارکېټ له څښتنانو سره خبرې کوي، ورته ویل کېږي چې د نویو مېټرونو لګښت باید خپله هټۍوال ورکړي.
د پل علم یو شمېر هټۍوالو خپل د برېښنا بېلونه هم شریک کړي دي.
هټۍوال له طالب چارواکو غواړي چې د مارکېټونو د مالکانو د دوی په وینا، د برېښنا د بېلونو د غیرعادلانه محاسبې مخه ونیسي او د برېښنا لګښتونه د مېټرونو له مخې تنظیم کړي.
لیکوال:سعید سمیر








