TOOSnews
اعلان
مزمل اسلم: ګرځبنديز پاكستان ته هره ورځ ١٩ بيليونه كلداري تاوان اړوي.
اقتصاديټوس نیوز

مزمل اسلم: ګرځبنديز پاكستان ته هره ورځ ١٩ بيليونه كلداري تاوان اړوي.

۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکوال:سعید سمیر

د خيبرپښتونخوا د خزانې سلاکار مزمل اسلم ادعا کړې چې په اسلام‌ اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د لګېدلي ګرځبنديز له امله پاکستان ته هره ورځ شاوخوا ۱۹ بیلیونه پاکستاني کلدارو اقتصادي زیان اوړي.

نوموړي ویلي، که دغه وضعیت د لسو ورځو لپاره دوام وکړي، نو ټول اقتصادي تاوان به ۱۹۰ بیلیونه کلدارو ته ورسېږي.

مزمل اسلم ټینګار کړی چې د سوداګرۍ، ترانسپورټ او ورځني اقتصادي فعالیتونو درېدنه د هېواد پر اقتصاد ژور اغېز لري او د فوري حل غوښتنه یې کړې ده.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.