سرچینې وایي چې په استانبول کې هغه دوه ورځنۍ ناسته، چې مشري یې طالبانو ته نږدې سیاستوال جعفر مهدوي او د پاکستان سیاستوال مشاهد حسین کوله، د مثبتو پایلو له ترلاسه کولو سره پای ته رسېدلې او د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو د پیل لپاره مهمه مقدمه بلل کېږي.
د سرچینو په وینا، دواړو لوریو د ناستې پایلې په غیر رسمي ډول مثبتې ارزولي او دا غونډه یې د راتلونکو اونیو د رسمي مذاکراتو لپاره یو بنسټیز ګام بللی دی.
تنظیموونکو ویلي چې تر دې وړاندې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره مناسبه فضا نه وه برابره شوې، خو دا ناسته کولی شي دغه تشه ډکه کړي او د اړیکو نوی لوری پرانیزي.
په خبرو کې د تاوتریخوالي د کمولو، د لارو د بیا پرانیستلو، د طبي او تحصیلي ویزو د بیا پیل، او د سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیاوو په اړه بحثونه شوي دي.
همدارنګه د امنیتي همکارۍ د یوه ګډ میکانیزم وړاندیز هم شوی، چې له مخې به یې دواړه لوري د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو په اړه معلومات شریکوي او د احتمالي اقداماتو همغږي به کوي.
د مهاجرینو په برخه کې هم د نړیوالو معیارونو پر بنسټ،د کډوالۍ نړیوال سازمان تر څار لاندې د چارو د پر مخ وړلو پر هوکړه خبرې شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې په راتلونکو اونیو کې به د دواړو لوریو رسمي پلاوي د عملي جزئیاتو او د تطبیق میکانیزمونو په اړه خبرې پیل کړي، که څه هم د پلاوي د کچې او جوړښت په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
ویل کېږي چې د ترکیې په وړاندیز د خبرو له جوړښتي چوکاټ سره دواړو خواوو موافقه کړې ده، او دا اقدام د سیمهییزو شخړو د کمولو لپاره مهم ګڼل کېږي.
د پاکستان او طالبانو اړیکې له ۲۰۲۵ کال وروستیو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو او تاوتریخوالي له امله ترینګلې شوي دي، چې په څو مواردو کې یې مرګژوبله او بېځایه کېدل هم رامنځته کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








