TOOSnews
اعلان
ملا برادر: هيله لرو چې د افغانستان او ازبكستان ترمنځ تګ راتګ بې ويزې شي.
اقتصاديټوس نیوز

ملا برادر: هيله لرو چې د افغانستان او ازبكستان ترمنځ تګ راتګ بې ويزې شي.

۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پنجشنبې په ورځ د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، هیله لري چې په راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ تګ‌راتګ له ویزې او پاسپورټ پرته ترسره شي.

ملا برادر وویل، طالبان له ازبکستان سره د اړیکو پراختیا ته ځانګړی اهمیت ورکوي او هڅه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره تعامل او همکاري د ښه نیت پر بنسټ لا پراخه کړي.

هغه زیاته کړه چې د بلخ والي په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه هم جوړه شوې، څو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په اړیکو کې شته احتمالي ستونزې وڅېړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو کچه نوره هم لوړه شي.

د طالبانو اقتصادي مرستیال له بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې بېرته هېواد ته راستانه شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه وویل، طالبان د پانګه‌والو د امنیت او اسانتیاوو ضمانت ورکوي او هر څوک کولای شي په ډاډه زړه په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د مزارشریف ـ حیرتان د اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه د طالبانو د اقتصادي مرستیال، د عامه ګټو وزارت چارواکو، د ازبکستان د استازو، سیمه‌ییزو مسئولانو او د بلخ ولایت د اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شوه.

د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست مسئولانو ویلي، د دې پروژې لګښت د رېل پټلۍ، ودانیو، کرښو او نورو زیربناوو په ګډون ۶.۳ میلیونه ډالره ټاکل شوی، چې د ازبکستان له یوه شرکت سره د قرارداد له مخې عملي شوې ده. د دوی په وینا، د پروژې ټول لګښت د طالبانو د عامه ګټو وزارت له بودجې ورکول کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.