TOOSnews
اعلان
ملا برادر: د كورني توليد پراختيا زموږ د اقتصادي تګلارې اساسي هدف دى.
افغانستانټوس نیوز

ملا برادر: د كورني توليد پراختيا زموږ د اقتصادي تګلارې اساسي هدف دى.

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، د دوی اقتصادي تګلاره دا ده چې د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته واړوي.

ملا برادر دغه څرګندونې د پروان ولایت په جبل‌السراج کې د سمنټو فابریکې د دویم تولیدي واحد د عملي کار د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. نوموړي وویل، افغانستان د طبیعي سرچینو، بشري ظرفیتونو او مناسب جغرافیایي موقعیت له امله د صنعت د پراختیا لپاره پراخ فرصتونه لري او هڅه کوي له دغو ظرفیتونو د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخلي.

هغه صنعت د هر هېواد د اقتصادي ځواک مهم بنسټ وباله او زیاته یې کړه، هغه هېوادونه چې خپلې صنعتي زیربناوې یې پیاوړې کړي، د اقتصادي ثبات، د بېکارۍ د کمېدو، د صادراتو د زیاتوالي او د خلکو د ژوند د کچې د لوړوالي په برخو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د طالبانو اقتصادي مرستیال وویل، د کورني سمنټو د تولید په زیاتېدو سره به وارداتو ته اړتیا کمه شي، د هېواد د اسعارو د وتلو مخه به ونیول شي، زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي، ملي عواید به لوړ شي او اقتصادي فعالیتونه به نور هم چټک شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د جبل‌السراج د سمنټو فابریکې د دویم تولیدي واحد د تولید ظرفیت په ۲۴ ساعتونو کې ۵ زره ټنه دی. دغه وزارت وایي، په افغانستان کې د سمنټو د تولیدي فابریکو شمېر ۹ ته رسېدلی او په بشپړ فعالیت سره به یې ورځنی تولید ۳۰ زره ټنو ته ورسېږي.

افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا ډېره برخه سمنټ له ایران څخه واردوي، خو تر دې وړاندې یې یوه برخه سمنټ له پاکستان څخه هم واردېدل.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.