TOOSnews
اعلان
د پاكستان بار وړونكو موټرو ټولنې كاربنديز اعلان كړ.
اقتصاديټوس نیوز

د پاكستان بار وړونكو موټرو ټولنې كاربنديز اعلان كړ.

۱۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د بار وړونکو موټرو ټولنې د خپلو غوښتنو د نه‌منل کېدو له امله له شنبې د زمري له ۱۷مې، په ټول هېواد کې د کاربندیز اعلان کړی دی.

د دې ټولنې په وینا، له فدرالي حکومت سره یې مهمه ناسته کړې، خو په دې غونډه کې د ټرانسپورټرانو پر هېڅ غوښتنه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې؛ له همدې امله به د غوښتنو تر منلو پورې د موټرو درول دوام ولري.

ټرانسپورټران له حکومت څخه غواړي چې د ډیزل بیه او ټول مالیات راکم کړي، د تېلو بیه لږ تر لږه د یوې میاشتې لپاره ثابته وساتي او پر ټرانسپورټرانو اضافي مالي بارونه کم کړي.

دوی همداراز غوښتنه کوي چې په ټول پاکستان کې دې د بار وړونکو موټرو د وزن معیارونه په یو شان ډول پلي شي او ۱۰ ټیره موټرو ته دې د ۳۵ ټنه بار لېږدولو اجازه ورکړل شي.

د بار وړونکو موټرو ټولنې د ګمرکونو هغه قانون هم د «تور قانون» په نوم یاد کړی چې د دوی په وینا، د ټرانسپورټرانو د موټرو د ضبطولو واک ورکوي او غوښتنه یې کړې چې دغه قانون دې لغوه شي.

ټولنه زیاتوي چې په پنجاب کې دې له ګزمې پولیسو څخه د سوداګریزو موټرو د درولو واک بېرته واخیستل شي او پر موټرو وې او لویو لارو دې د بې‌ځایه درولو او درنو جریمو لړۍ پای ته ورسېږي.

د ټولنې په خبرتیا کې ویل شوي، تر هغه چې یې غوښتنې نه‌وي منل شوي، د دوی موټر به ولاړ وي او کاربندیز به دوام ولري.

د پاکستان حکومت تر اوسه د بار وړونکو موټرو د ټولنې د کاربندیز او غوښتنو په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.