TOOSnews
اعلان
یوه قزاقستانۍ کمپنۍ ښايي د افغانستان د کروم کان وپېري.
اقتصاديټوس نیوز

یوه قزاقستانۍ کمپنۍ ښايي د افغانستان د کروم کان وپېري.

۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو لوی کان‌کیندنیز شرکت غواړي ژر تر ژره په افغانستان کې د کروم د کانونو د اکتشاف او پراختیا لپاره خپلې ساحوي چارې پیل کړي، او د یوه کروم کان د پېرلو امکان هم تر ارزونې لاندې دی.

د قزاقستان دولتي خبري اژانس «قازبا» د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ دویمه، راپور ورکړ چې د «اوراسین ریسورسز ګروپ» شرکت په افغانستان کې د کانونو په سکتور کې د حضور بېلابېل انتخابونه ارزوي. د راپور له مخې، دغه شرکت به یا په مستقیم ډول د کروم یو کان واخلي، او یا به له افغان شریکانو سره د ګډ شرکت په جوړولو کې برخه واخلي.

په راپور کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د همکارۍ موضوع د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سیریک ژومان‌ګارین او د طالبانو د ادارې د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې هم څېړل شوې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دواړو لورو قزاقستان ته د افغانستان د صنعتي آکوامارین ډبرو د واردولو په اړه هم خبرې کړې دي، څو هلته پروسس او په بېلابېلو صنعتونو کې ترې ګټه واخیستل شي. دا اقدام د کابل او آستانې ترمنځ د اقتصادي او کان‌کیندنیزو همکاریو د پراختیا یوه برخه بلل شوې ده.

همدارنګه، د دې سفر پر مهال هوکړه شوې چې له افغانستان څخه قزاقستان ته د ۳۰ زره ټنه جست ډبرو د لېږد لپاره د تفاهم یادښت لاسلیک شي. د دې بار ارزښت شاوخوا ۱۸.۸ میلیونه ډالره اټکل شوی او ټاکل شوې چې دغه معدني مواد له انتقال وروسته د قزاقستان په فابریکو کې پروسس شي.

د طالبانو د ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په کابل کې د افغان ـ قزاق سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو د شرکتونو او خصوصي سکتور د فعالانو ترمنځ ۲۵ د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي دي. د دغو تړونونو موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د راکړې ورکړې زیاتوالی او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د وارداتو او صادراتو اسانتیا بلل شوې ده.

سیریک ژومان‌ګارین، چې د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی و، د غبرګولي په ۳۰مه له یو شمېر طالب چارواکو، لکه رئیس‌الوزرا محمد حسن اخوند، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره جلا جلا لیدنې وکړې.

سره له دې چې د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي او سیاسي همکارۍ پراخې شوي دي، قزاقستان لا هم د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې. دغه هېواد، د نړۍ د ډېری هېوادونو په څېر، تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی منلی، خو په وروستیو کلونو کې یې له کابل سره اقتصادي، سوداګریزې او دیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي دي.

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف ټینګار کړی چې د طالبانو نوم د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه ایستل، د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندنې معنا نه لري. هغه څرګنده کړې چې د آستانې تګلاره لا هم له افغانستان سره د رسمي پېژندنې پرته پر تعامل ولاړه ده.

دغه قزاقستاني چارواکي د افغانستان د پېچلو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو په اړه وویل چې د تېرو کلونو تجربې ښودلې چې په دې هېواد کې هر ډول اقتصادي، بشري او بنسټیزه تشه کولی شي د بې‌ثباتۍ او زیان‌رسوونکو بهیرونو د رامنځته کېدو لامل شي. د هغه په وینا، اقتصادي او پراختیایي همکارۍ کولای شي د دغو ننګونو په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.