د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، اوکراین به ډېر ژر د خپل هېواد لوېدیځې سیمې له لاسه ورکړي.
د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین دا څرګندونې د روسیې د سمندري ځواکونو له غړو سره په لیدنه کې کړي دي.
هغه ادعا کړې چې روسیه د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا یوازینۍ ضامنه وه، خو د ده په وینا، کیېف له مسکو سره د همکارۍ پر ځای دښمني غوره کړه. پوتین همداراز ویلي چې د اوکراین ځینې لوېدیځې سیمې پخوا د پولنډ، هنګري او رومانیا پورې تړلې وې.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روسیې له ۲۰۱۴ کال راهیسې کریمیه او وروسته د اوکراین ځینې ختیځې سیمې په زور لاندې کړې دي، هغه اقدام چې اوکراین او د نړۍ ډېری هېوادونه یې اشغال بولي.
لیکوال:سعید سمیر








