TOOSnews
اعلان
راشد خان د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د نړیوالو کرکټ سیالیو د لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ورزشټوس نیوز

راشد خان د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د نړیوالو کرکټ سیالیو د لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

۲۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

راشد خان، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری، له اېرلنډ سره په یو ورځنیو سیالیو کې له غوره ځلېدو وروسته د دې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو. هغه په دغو سیالیو کې چې په درې لوبو کې یې ګډون کړی و، ډېر ښه فعالیت وکړ او د ۱۲ ویکټو په اخیستو او یوازې د ۵۰ منډو په ورکولو سره یې د افغانستان د ملي لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د اېرلنډ په کوربه‌توب د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې له یو بل سره مخ شي. لومړۍ لوبه د باران له امله ترسره نه شوه، خو څلور پاتې لوبې د افغانستان په بریا پای ته ورسېدې. په دې توګه، افغانستان لوبلړۍ په ۴-۰ بریا سره خپله کړه.

راشد خان د افغانستان لپاره په دویمه، درېیمه او څلورمه لوبه کې ولوبېد او په همدې درېیو سیالیو کې یې ۱۲ ویکټې واخیستې. هغه په دغو درېیو لوبو کې یوازې ۵۰ منډې ورکړې او د خپل اغېزناک فعالیت له امله د افغانستان د بریا له مهمو لاملونو څخه و.

راشد خان په پنځمه لوبه کې ونه لوبېد، څو د افغانستان د ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو او تجربې ترلاسه کولو لا ډېر فرصت ورکړل شي. سره له دې چې هغه په وروستۍ لوبه کې ونه لوبېد، خو په تېرو درېیو سیالیو کې یې غوره فعالیت د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي د جایزې ګټلو لپاره کافي و.

په دې سیالیو کې د راشد خان ځلېدلو یو ځل بیا د افغانستان د ملي لوبډلې په ترکیب کې د هغه مهم رول څرګند کړ. هغه په درېیو سیالیو کې د ۵۰ منډو په بدل کې د ۱۲ ویکټو په اخیستو سره د افغانستان او اېرلنډ د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي عنوان خپل کړ.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.