د پاکستان د سیاستوال او اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي وروستیو څرګندونو، چې پکې یې د پاکستاني پښتنو له لوري د افغانستان د تذکرو د ترلاسه کولو خبره کړې، د افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو غبرګونونه راپارولي دي.
اڅکزي په اېکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د پاکستان میلیونونه وګړي د بېلابېلو هېوادونو دوه ګونی تابعیت لري، او د هغه په باور هر پښتون باید د افغانستان تذکره ترلاسه کړي او په ښکاره یې وښيي. نوموړي دا ادعا هم کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر اوږدو د اغزن تار لګول د امریکا متحده ایالاتو په امر ترسره شوي دي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې اڅکزي په تېرو کلونو کې هم څو ځله د پولې دواړو غاړو ته د پښتنو د قومي اړیکو ملاتړ کړی او د پاکستان د حکومت پر ځینو سیاستونو یې نیوکې کړې دي.
د دغو خبرو په غبرګون کې، په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر اندېشه ټینګار کړی چې د افغانستان ځوان نسل باید دا ډول نظریات، چې د ده په وینا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بلل کېږي، په کلکه رد کړي.
اندېشه زیاته کړې چې د افغانستان خپلواک هویت او ټولنیز جوړښت باید د پولې هاخوا سیاسي موخو او سیالیو لپاره وسیله ونه ګرځي. هغه خبرداری ورکړی چې د قومي نشنلېزم پراختیا کولای شي په سیمه کې د پراخو کړکېچونو او بېثباتۍ لامل شي.
هغه د شلمې پېړۍ تاریخي تحولاتو ته په اشارې ویلي چې دا ډول لیدلوري ښايي د پخوانۍ یوګوسلاویا د قومي کړکېچونو په څېر پایلې ولري.
اندېشه د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د طالبانو اداره «قومي، افراطي او انحصار غوښتونکی رژیم» بللی او ادعا یې کړې چې د دغې ډلې سیاستونو افغانستان په یوه حساس وضعیت کې اچولی دی.
هغه د پاکستان له پښتنو سیاستوالو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پر ځای د خپل هېواد سیاسي، حقوقي او اساسي قانوني ستونزو ته پام وکړي.
د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعالې فوزیې کوفي هم د موضوع حقوقي اړخ ته په اشارې ویلي چې تابعیت، دوه ګونی تابعیت او یا ملي تذکره په بېلابېلو هېوادونو کې د قانوني لارو له مخې ترلاسه کېږي او د سیاسي اعلامیو په وسیله نه شي ترلاسه کېدای.
کوفي له اڅکزي پوښتنه کړې چې پر کوم قانوني بنسټ ګومان کوي چې یوه سیاسي دریځ نیونه کولای شي اشخاص د افغانستان د تذکرې د ترلاسه کولو وړ وګرځوي. هغې دا هم یادونه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان ځینو غړو او د هغوی کورنیو پخوا د افغانستان تذکرې ترلاسه کړې دي.
د اڅکزي څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچونه، په ځانګړې توګه د سرحدي امنیت او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په اړه، لا هم دوام لري. د دې خبر تر خپرېدو پورې نه د پاکستان حکومت او نه هم طالبانو په رسمي ډول د دغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








