TOOSnews
اعلان
د سالنګ په درېیو مسيرونو كې د بيارغونې چارې دوام لري.
اقتصاديټوس نیوز

د سالنګ په درېیو مسيرونو كې د بيارغونې چارې دوام لري.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونه لویه لار له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه. نوموړي د قراردادي شرکتونو له مسوولینو وغوښتل چې د سالنګونو ټولې پلان شوې چارې د ژمي د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړې کړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت سې شنبې، د غبرګولي پر ۱۲مه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني د میدان وردګو، بامیانو، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې د سالنګونو د لویې لارې د بېلابېلو برخو او د قراردادي شرکتونو د کمپونو له رغنیزو چارو لیدنه او ارزونه کړې ده.

نوموړي د قراردادي شرکتونو له مسوولینو غوښتي چې د دغې لویې لارې د روان کال ټولې پلان شوې چارې د ژمي د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړې کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په جنوبي سالنګ کې د بیارغونې عملي چارې روانې دي او د دوو نورو برخو لپاره اړینه ماشینري، تجهیزات او تخنیکي امکانات په ساحه کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزیر خپلو لاس لاندې مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د پاتې برخو عملي چارې هم په چټکۍ سره پیل او د ټاکل شوي پلان له مخې پرمخ یوسي.

د سالنګونو د بیارغونې پروژه په درېیو برخو؛ شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي–خنجان مسیرونو کې پلي کېږي، چې د تېر کال پلان شوې چارې یې بشپړې شوي دي.

د قراردادي شرکتونو مسوولینو د طالبانو وزیر ته ډاډ ورکړی چې د کارونو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

بلخوا، د ټولګټو وزارت ویلي چې اوس مهال پر سالنګ لویه لار د باروړونکو او مسافروړونکو وسایطو تګ راتګ په عادي ډول جریان لري او که د لارې د تړل کېدو یا د وسایطو د نوبتي تګ راتګ اړتیا رامنځته شي، څو ورځې وړاندې به رسمي خبرتیا خپره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.