TOOSnews
اعلان
د سامسونګ د بازار ارزښت د یوه ټریلیون ډالرو له حد څخه واوښت.
اقتصاديټوس نیوز

د سامسونګ د بازار ارزښت د یوه ټریلیون ډالرو له حد څخه واوښت.

۱۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د رویټرز د راپور له مخې، د سامسونګ الکترونیکس د سهامو بازار ارزښت د یو ټریلیون ډالرو له کچې څخه اوښتی او شاوخوا ۱۵۰۰ میلیارده اوون ته رسېدلی، چې د ۱.۰۳ ټریلیونه ډالرو معادل دی. دا شمېره د دې شرکت د مالي فعالیت په برخه کې یو مهم ټکی ګڼل کېږي.

سامسونګ، چې د نړۍ تر ټولو لوی تولیدوونکی د حافظې چپونو په توګه پېژندل کېږي، د دې ودې له ثبت وروسته د تایواني شرکت ټي اس ام سي وروسته دویم آسیایي شرکت شو چې داسې کچه د بازار ارزښت ته رسېدلی دی.

د راپور پر بنسټ، د سامسونګ د سهامو وروستۍ ودې اصلي عامل د متحده ایالاتو د مصنوعي استخباراتو په برخه کې د شرکتونو د سهامو د ودې او تقاضا زیاتوالی بلل شوی؛ فاکتور چې د نیمه هادي صنعت د راتلونکي لید په ښه کېدو کې هم مرسته کړې ده.

د سهامو ارزښت د سېول د وخت پر اساس د سهار په ۹:۵۲ بجو (د ګرینویچ د وخت سره سم ۰۰:۵۲ بجې) شاوخوا ۱۲ سلنه لوړ شو او د دې شرکت د یو ټریلیون ډالرو د کچې د اوښتو په برخه کې یې مهمه ونډه درلوده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.