د سپېس اکس فضايي شرکت، چې د ایلان ماسک اړوند دی، پلان لري خپل سهام د امریکا د متحدو ایالتونو د ونډو مارکېټ کې وړاندې کړي. د دې شرکت ارزښت د ۱.۵ تر ۱.۷۵ ټریلیون ډالرو پورې اټکل شوی، او وړاندوینه کېږي چې د لومړنۍ ونډهپلورنې له لارې به شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالر پانګه جذب کړي؛ هغه رقم چې ښايي د والسټریټ په تاریخ کې تر ټولو لویه ونډهپلورنه وي.
د خپرو شویو اسنادو له مخې، سپېساېکس پلان لري چې د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې خپله لومړنۍ ونډهپلورنه د نزدک په بازار کې ترسره کړي؛ دا بازار په امریکا کې د اوراقو د راکړې ورکړې له سترو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
اقتصادي شنونکي باور لري چې دا پېښه به د ایلان ماسک پر شتمنیو ژور اغېز ولري. د دوی په اند، په سپېساېکس کې د ماسک د لویې ونډې له امله، د شرکت د ارزښت لوړوالی ښايي هغه د نړۍ لومړنی کس وګرځوي چې شتمني یې له یو ټریلیون ډالرو واوړي.
سپېساېکس په وروستیو کلونو کې د فضايي صنعت له مهمو لوبغاړو څخه ګرځېدلی دی. دغه شرکت د توغندیو او فضايي ټکنالوژۍ د پراختیا تر څنګ، د سپوږمکۍ د استارلینک انټرنېټي خدمت هم وړاندې کوي؛ هغه برخه چې د شرکت د عوایدو لویه برخه جوړوي.
سره له دې چې عواید یې ډېر شوي، مالي راپورونه ښيي چې سپېساېکس لا هم له مالي زیان سره مخ دی. دې شرکت تېر کال میلیاردونه ډالر عاید درلود، خو په ورته وخت کې یې څو میلیارده ډالر زیان هم ثبت کړی؛ دا موضوع تر ډېره د مصنوعي ځیرکتیا او فضايي زېربناوو په برخه کې د پراخو پانګونو له امله بلل کېږي.
سپېساېکس همداراز پر راتلونکو او نوښتګرو پروژو خپل تمرکز زیات کړی دی. د فضا پر بنسټ د معلوماتي مرکزونو پراختیا او له فضايي زېربناوو سره د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ یوځای کول د دې شرکت له مهمو نوو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي؛ هغه اقدام چې دا شرکت یې د اوپن اې ای او آنتروپیک په څېر شرکتونو سره مستقیم رقابت ته داخل کړی دی.
د کارپوهانو په وینا، د سپېساېکس د سهامو وړاندې کول نه یوازې د نړیوالو بازارونو په کچه د دې شرکت دریځ پیاوړی کولی شي، بلکې د فضا او پرمختللو ټکنالوژیو په صنعت کې به د پانګونې نوې څپه هم رامنځته کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








