لیکوال:سعید سمیر
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د امو سیند نفتي حوزې اړوند د زمردسای په سیمه کې د نفتو استخراج عملي بهیر پیل شوی دی. د وزارت په وینا، د دې سیمې له ۱۲ څاګانو څخه پنځه څاګانې په ازمویښتي ډول فعالې شوې دي.
چارواکي وایي، له دغو فعالو څاګانو څخه هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ ټنه نفت استخراج کېږي. د طالبانو په خبره، دا پروژه د هېواد د طبیعي سرچینو د کارونې او اقتصادي ودې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.








