TOOSnews
اعلان
طالبانو د ٣.۵ ميليارده افغانيو په لګښت ١٤ پراختيايي پروژې منظورې كړې.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو د ٣.۵ ميليارده افغانيو په لګښت ١٤ پراختيايي پروژې منظورې كړې.

۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پراختیايي پروژې منظورې شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په درېیمه، په مرمرینې ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، غونډې ته د منظورۍ لپاره ۴۰ پروژې وړاندې شوې وې. له ارزونې او بحث وروسته د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې تصویب شوې، په ۲۰ نورو پروژو کې تعدیلات راوستل شول او د دوو پروژو قراردادونه د تدارکاتي اصولو د نه پوره کېدو له امله لغوه شول.

طالبانو ویلي، په منظور شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک د اوبو ذخیروي بند جوړول، د بغلان ولایت د کېله‌ګي بند جیوټیکنیکي مطالعات، په پکتیکا ولایت کې د ۶۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې د پاتې چارو بشپړول، د آمو سیند د نفتي حوزې لپاره د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو نفتو زېرمه‌کوونکو تاسیساتو ډیزاین او نصب، د ارزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون جوړول، په ترینکوټ کې د ترمینل جوړول، د کابل ښار د یو شمېر سړکونو رغول او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش پروژو بشپړول شامل دي.

د طالبانو په وینا، د دغو پروژو لګښت به د دوی له داخلي بودیجې څخه تمویل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.