د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ ویلي، چې په پلازمېنه کابل کې د مخ پر زیاتېدونکې ترافیکي ګڼهګوڼې د کمولو او د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د یوه نوي هوايي پل د جوړولو پلان چمتو شوی دی.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه هوايي پل به د کابل ښار د شهید څلورلارې په سیمه کې جوړ شي او ټاکل شوې چې د ښار د مهمو ترافیکي لارو د نښلولو او د موټرو د تردد د چټکتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
مسوولان وایي، د پروژې تخنیکي او انجینري چارې تر ارزونې لاندې دي او له بشپړېدو وروسته به د عملي کارونو پړاو ته داخل شي. د دوی په خبره، د دې پل په جوړېدو سره به د کابل ښار په مرکزي سیمو کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې کچه راټیټه او د ښاریانو ورځنی تګ راتګ به اسانه شي.
کابل په وروستیو کلونو کې د نفوسو د زیاتوالي او د موټرو د شمېر د لوړېدو له امله له جدي ترافیکي ستونزو سره مخ دی، او ښاریان هیله لري چې دا ډول بنسټیزې پروژې به د ښار د ترافیکي وضعیت په ښه والي کې اغېزمنې تمامې شي.
لیکوال:سعید سمیر








