د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم ۳.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی او ایران د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک ګرځېدلی دی.
د دغه وزارت ویاند محمد اصف الیاس ویلي، د پاکستان له لارې د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته افغان سوداګرو ایران ته ډېره مخه کړې، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه شوې ده.
د نوموړي په وینا، افغانستان ایران ته قیمتي ډبرې، وچه مېوه، کرنیز محصولات، غیر الکولي مشروبات، د ډبرو سکاره او نباتي محصولات صادروي، او په بدل کې له ایران څخه د سون توکي، خوراکي او صنعتي توکي، خام مواد، غالۍ، اوسپنه او نور اړین توکي واردوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز وایي، افغانستان دا مهال له شاوخوا سلو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري او د اقتصادي توازن د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلي دي.
لیکوال:سعید سمیر








