د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي پراختیا شرکت وايي، د بغلان ولایت د غوري سمنټو فابریکه په هرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي.
د دغه شرکت ویاند، نبي الله ارغندیوال، ویلي چې دا مهال د غوري سمنټو په دوو فابریکو کې ۷۵۰ کسان په مستقیم ډول پر دندو بوخت دي.
د هغه په وینا، د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې د جوړولو چارې هم روانې دي. ارغندیوال زیاته کړې چې د نوې فابریکې له بشپړېدو وروسته به د دغو فابریکو ورځنی تولید نږدې ۶ زره ټنو ته لوړ شي او ورسره به د کارکوونکو شمېر هم زیات شي.
د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې، د تولید د ظرفیت لوړول به د هېواد د سمنټو اړتیاوو په پوره کولو او د کاري فرصتونو په زیاتوالي کې مرسته وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








