طالبانو د پنجشنبې په ورځ په پروان ولایت کې د یوې غونډې پر مهال اعلان وکړ چې په جبلالسراج ولسوالۍ کې یې د سمنټو د دویمې فابریکې د جوړولو چارې پیل کړي دي. د طالبانو د رئیسالوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، په دې مراسمو کې وویل چې دغه فابریکه به له بشپړېدو وروسته هره ورځ د ۵ زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.
دغه مراسم د پروان ولایت په شاهي ماڼۍ کې ترسره شول. عبدالسلام حنفي وویل، د دې فابریکې په فعالیت سره به په راتلونکي کې د افغانستان د سمنټو د اړتیا یوه مهمه برخه پوره شي. هغه زیاته کړه چې د دې پروژې عملي کېدل د هېواد د صنعتي ودې او د زرګونو کسانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې مهم ګام دی.
د طالبانو د رئیسالوزرا اداري مرستیال همداراز وویل چې په دې فابریکه کې به له اتومات سیستمونو څخه کار واخیستل شي او د ده په وینا، دغه ټکنالوژي به د نړیوالو معیارونو سره سم د سمنټو د تولید زمینه برابره کړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر، هدایتالله بدري، هم په دې مراسمو کې وویل چې تر اوسه د سمنټو د تولید د پروژو تړونونه له ۹ شرکتونو سره لاسلیک شوي او دا پروژې اوس د عملي کېدو په بېلابېلو پړاوونو کې دي. د هغه په وینا، د دغو فابریکو له فعالیت سره به شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
ورسره هم مهاله، د طالبانو د دولتي شرکتونو عمومي رئیس، احمدجان بلال، وویل چې د جبلالسراج د سمنټو د دویمې سترې فابریکې په فعالېدو سره به د افغانستان د سمنټو پر وارداتو تکیه کمه شي او په هېواد کې به د لا ډېرو خلکو لپاره د کار فرصتونه رامنځته شي.
طالبانو د دې فابریکې د جوړولو لګښت، د پروژې د بشپړېدو نېټه او د پانګونې د وروستي ارزښت په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
د جبلالسراج د سمنټو فابریکه په ۱۳۳۷ لمریز کال کې جوړه شوه او په ۱۳۵۱ کال کې له یوه سهامي شرکت څخه دولتي تصدۍ ته واوښته. له هغه وخت راهیسې دغه فابریکه د کانونو او پټرولیم وزارت تر ادارې لاندې فعالیت کاوه.
د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د دې فابریکې فعالیت سخت زیانمن شو. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، په ۱۳۷۵ کال کې یې تولید ودرول شو او د جګړو له امله یې د فابریکې ډېری تاسیسات او ماشینونه ویجاړ شول. له همدې امله، دغه فابریکه نږدې شل کاله له فعالیته پاتې وه.
د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۵ کال کې د دې فابریکې د بیارغونې بهیر پیل کړ او د تجهیزاتو له یوې برخې تر بیا رغونې وروسته یې فعالیت بیا پیل شو. د موجودو معلوماتو له مخې، د بیارغونې وروسته په ۱۳۹۹ کال کې د دې فابریکې عملي تولیدي ظرفیت هره ورځ شاوخوا ۷۰ ټنو ته ورسېد.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت هم د ۱۴۰۲ کال د میزان په ۲۰مه نېټه د جبلالسراج د سمنټو د پراختیا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره له درېیو قطري شرکتونو سره قرارداد کړه. د طالبانو د کانونو او پټرولیم د هغه وخت وزیر، شهابالدین دلاور، د قرارداد د لاسلیک پر مهال ویلي وو چې په دې پروژه کې به له ۲۲۰ میلیونو ډالرو څخه ډېره پانګونه وشي.
لیکواله:سلیمه آریایي








