په بلخ ولایت کې د مصنوعي پنبې، څپلیو، پلاستیکي لوښو او نورو تولیدي برخو په ګډون لس بېلابېلو صنعتي کارخونو فعالیت پیل کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د بلخ د نساجۍ فابریکې مشر، عبدالغفار حقاني، وایي چې په دغو کارخونو کې د میلیونونو ډالرو پانګونه شوې او لسګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
په ورته وخت کې، په بلخ کې یو شمېر پانګهوال له طالبانو غواړي چې د برېښنا، د فابریکو لپاره د مناسب ځای او د تولیداتو د نړیوال بازارموندنې په برخو کې شته ستونزې هوارې کړي، څو د صنعت د ودې لپاره لا مناسب شرایط برابر شي.
د نساجۍ فابریکې مسوولین هم وایي، هڅه کوي د دغو نویو کارخونو له عوایدو څخه په استفادې سره د بلخ د نساجۍ اصلي فابریکه، چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې بنده پاتې ده، بېرته فعاله کړي.
لیکوال:سعید سمیر








