TOOSnews
اعلان
بنګله دېشۍ مشهوره اداكاره رديكا ردي په خپل كور کې مړه موندل شوې.
کلتور او هنرټوس نیوز

بنګله دېشۍ مشهوره اداكاره رديكا ردي په خپل كور کې مړه موندل شوې.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بنګله‌دېش مشهوره فلمي لوبغاړې او ماډله، ردیکا ردي، د دغه هېواد په پلازمېنه ډاکه کې په خپل کور کې مړه موندل شوې ده.

د بنګله‌دېشي رسنیو د راپورونو له مخې، د ردیکا ردي مړی د ډاکې د بشندهرا سیمې په یوه کور کې موندل شوی دی.

پولیس وايي، د پېښې د خبر ترلاسه کولو وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د اداکارې مړی یې، چې د چت له پکې سره ځړول شوی و، روغتون ته د عدلي معاینې لپاره لېږدولی دی.

د پولیسو په وینا، د ردیکا ردي مور په ثبت کړي شکایت کې د هغې ملګری، حسیب الرحمان، د پېښې په تړاو تورن کړی دی. پولیسو حسیب الرحمان نیولی او محکمې ته یې وړاندې کړی دی.

چارواکي وايي، د پېښې د څرنګوالي او ټولو اړخونو په اړه څېړنې روانې دي. د ردیکا ردي د مړینې کره لامل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی او پولیس د عدلي معاینې او تحقیقاتو پایلو ته په تمه دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.