TOOSnews
اعلان
افغانستان بانک هېواد ته د سيمه ييزو اسعارو راوړل منع اعلان كړل.
اقتصاديټوس نیوز

افغانستان بانک هېواد ته د سيمه ييزو اسعارو راوړل منع اعلان كړل.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان بانک په يوه نوې اعلاميه کې ويلي، چې افغانستان ته د سيمه‌ييزو هېوادونو د اسعارو راوړل منع دي او ټول سوداګر، صرافان، ترانسپورټي شرکتونه او مسافر بايد دا پرېکړه جدي ونیسي.

په اعلاميه کې له اړوندو لورو غوښتنه شوې، چې له ځانونو سره د سيمې هېوادونو اسعار افغانستان ته نه راوړي، بلکې د افغانۍ د پياوړتيا لپاره ټولې راکړې ورکړې يوازې په افغانيو ترسره کړي.

افغانستان بانک ټينګار کړی: «افغانۍ د سيمې هېوادونو له کرنسيو څخه باثباته ده. يوازې په افغانيو راکړه ورکړه وکړئ.»

دغه اقدام د پولي ثبات د ساتلو، د اسعارو د قاچاق د مخنيوي او د افغانۍ د ارزښت د پياوړتيا په هدف ترسره شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.