TOOSnews
اعلان
باميانو كې د بازار او سړو خونو نشتوالي د كچالانو كروندګر له ستونزو سره مخ كړي.
اقتصاديټوس نیوز

باميانو كې د بازار او سړو خونو نشتوالي د كچالانو كروندګر له ستونزو سره مخ كړي.

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بامیان ولایت د کچالو کروندګر وایي، د مناسب بازار نشتوالی او د معیاري سړو خونو کمښت د دوی د محصولاتو بیې راټیټې کړي او اقتصادي زیانونه یې ور زیات کړي دي.

بامیان، چې د افغانستان د اړتیا وړ شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ سلنه کچالو تولیدوي، د زرګونو کورنیو د عاید مهمه سرچینه بلل کېږي. کروندګر وایي، د محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو نشتوالی اړ باسي چې خپل کچالو په ټیټه بیه وپلوري، په داسې حال کې چې د بیو اصلي ګټه دلالان او منځګړي ترلاسه کوي.

د بامیانو کچالو پخوا د کورني بازار ترڅنګ پاکستان او د اسیا ځینو نورو هېوادونو ته هم صادرېدل، خو کروندګر اوس د بازارونو د محدودېدو او د ملاتړ د کمښت له امله اندېښمن دي.

په دې ولایت کې به پخوا هر کال د «کچالو ګل» جشنواره هم جوړېده، چې موخه یې د کچالو معرفي، د نویو بازارونو موندل او د کروندګرو هڅول وو، خو اوس دا دود درېدلی او یوازې یادونه یې پاتې ده.

د کروندګرو په وینا، که کورني او بهرني بازارونه پراخ او معیاري سړې خونې جوړې شي، د دوی د کلونو ستونزې به تر ډېره هوارې او د کچالو تولید به لا پیاوړی شي.

د معلوماتو له مخې، بامیان هر کال له ۳۵۰ زره ټنو څخه ډېر کچالو تولیدوي او د افغانستان د کچالو د اړتیا لویه برخه پوره کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.