TOOSnews
اعلان
هرات كې د اوسپنې ويلي كولو په برخه كې د نويو كارخونو فعاليت زيات شوى.
اقتصاديټوس نیوز

هرات كې د اوسپنې ويلي كولو په برخه كې د نويو كارخونو فعاليت زيات شوى.

۴ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په هرات کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو یوه کارخونه هره ورځ د ودانیزو اوسپنیزو توکو د تولید ۴۰ ټنه ظرفیت لري.

د دغې کارخونې مسوول غوث‌الدین اسحاقزي ویلي، چې په کارخونه کې له ۸ تر ۱۴ ملي‌متره ضخامت لرونکي اوسپنیز توکي د ودانیو لپاره تولیدېږي.

د اسحاقزي په وینا، د کارخونې خام مواد له ایران څخه راوړل کېږي او تر دې دمه په دغه برخه کې دوه میلیونه ډالره پانګونه شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې په کارخونه کې ۶۰ کسان کار کوي او پنځه برخې لري.

په ورته مهال، په هرات کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت ویلي، چې په دغه ولایت کې شپږ نورې کارخونې هم د اوسپنې ویلي کولو په برخه کې فعالیت کوي.

د سیرت په وینا، یادې شپږ کارخونې د لوړ معیار او کیفیت اوسپنیزو توکو د تولید لپاره فعالیت لري او په ګډه هره ورځ د سلګونو ټنو اوسپنې د تولید ظرفیت لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.