TOOSnews
اعلان
د نوي كابل ښار د «صنايع سبز» صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسليک شو.
اقتصاديټوس نیوز

د نوي كابل ښار د «صنايع سبز» صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسليک شو.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د نوي کابل ښار په مربوطاتو کې د «صنایع سبز» په نوم د صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني پړاوونو وروسته لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت د یکشنبې ورځې په اعلامیه کې راغلي، چې وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغه پلان لاسلیک کړی، چې موخه یې د ځمکو د کارونې تنظیم، د ښاري زیربناوو پراختیا او د ترانسپورټي شبکو اصلاح ده.

د معلوماتو له مخې، د دې اصلاحي پلان له مخې شاوخوا ۱۶ میلیونه او ۳۰۲ زره مربع متره ځمکه د «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي لپاره ځانګړې شوې ده، چې د صنعتي فعالیتونو، تولیدي فابریکو او اقتصادي پروژو د پراختیا لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په دغه ساحه کې د زیربنایي او خدماتي تاسیساتو ترڅنګ د عامه المنفعه مرکزونو، شنو ساحو، د برېښنا او اوبو رسولو شبکو او د ترانسپورټ سیستمونو لپاره ځانګړې ساحې هم مشخصې شوې دي.

د تخنیکي کمېټې د ارزونو پر بنسټ، په اصلاحي پلان کې د ځمکو د کارونې، سړکونو د مسیرونو او صنعتي ساحو اړوند موجودې ستونزې تشخیص شوې او د حل لپاره اړین تعدیلات پکې راوستل شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت دا ډول پلانونه د ښاري نظم د ټینګښت، د ځمکو د قانوني مدیریت، د پانګونې د جذب او د اقتصادي ودې لپاره مهم بللي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.