د هرات د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د دې ښار ماسټرپلان د هرات په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره بشپړ شوی او د طالبانو د لومړي وزیر، ملا محمد حسن اخوند، له خوا تایید شوی دی.
د یاد دفتر له لوري د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ دویمه، په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې ماسټرپلان د جوړولو بهیر له نږدې دوو کلونو تخصصي مطالعاتو، ساحوي ارزونو او تخنیکي امکانسنجیو وروسته پای ته رسېدلی او وروستی سند یې تصویب شوی دی.
د اعلامیې له مخې، د هرات ماسټرپلان د ښاري پراختیا تر ټولو مهم ستراتیژیک سند بلل کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به د ښار د ودې او پرمختګ چوکاټ مشخص کړي او د هرات د پراختیا عمومي لوری به وټاکي.
د طالبانو د والي دفتر ویلي چې د استوګنیزو، سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او تفریحي سیمو د ځمکو تنظیم، په ۵۰ زره جریبه ځمکه کې د هرات ښار پراختیا، د سړکونو پراخول او معیاري کول، د اقتصادي زونونو پراختیا او د ښاري ترانسپورټي سیستم ښه کول د دې پروګرام له مهمو موخو څخه دي.
د شنو سیمو پراختیا، د تاریخي ساحو او ودانیو ساتنه، د اوبو رسولو او فاضلابو شبکو پراخول، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جذب، د غیرمعیاري ودانیو او نامنظمې ښاري ودې مخنیوی هم د دې ماسټرپلان له نورو مهمو اهدافو څخه یاد شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دې پروګرام پلي کول کولای شي د افغانستان له مهمو اقتصادي، سوداګریزو، صنعتي او ترانزیټي مرکزونو څخه د هرات د مقام د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
د هرات د طالبانو د والي دفتر همدارنګه ویلي چې د دې ماسټرپلان په تطبیق سره به ښار د ودې، ابادۍ او دوامدار پرمختګ نوې مرحلې ته داخل شي او د ښاریانو د ژوند د شرایطو د ښه والي، د پانګونې د زیاتوالي او د متوازنې ښاري پراختیا لپاره به زمینه برابره شي.
هرات د افغانستان په لوېدیځ کې موقعیت لري او له کابل او کندهار وروسته د هېواد له سترو ښارونو څخه شمېرل کېږي. دا ښار څو زره کلنه تاریخي مخینه لري او د سیمې له مهمو تاریخي او فرهنګي مرکزونو څخه ګڼل کېږي. د اسلامي او فارسي تمدن په تاریخ کې د خپل ځانګړي مقام له امله، هرات پخوا د «خراسان د ښارونو ناوې» په نوم مشهور و.
هرات د تاریخ په اوږدو کې د علماوو، شاعرانو، لیکوالانو او هنرمندانو د روزنې مهم مرکز پاتې شوی او د فارسي ژبې د نړۍ له مهمو فرهنګي مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
دغه ښار ګڼ ارزښتناک تاریخي او معماري آثار لري چې د هرات تاریخي څلۍ او د هرات جامع جومات یې له تر ټولو مشهورو بېلګو څخه دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








